بسم الله الرحمن الرحیم

 

جلالتمآب محترم حامد کرزی، اولین رییس جمهور منتخب جمهوری اسلامی افغانستان، جناب محترم حضرت صبغت الله مجددی اولین رئیس دولت اسلامي افغانستان، محترم سترجنرال عبدالرشید دوستم، معاون اول ریاست جمهوری اسلامی افغانستان، محترم قانون پوه محمد سرور دانش معاون دوم ریاست جمهوری اسلامی افغانستان،محترم یونس قانونی معاون اول اسبق ریاست جمهوری اسلامی افغانستان، محترم احمد ضیا مسعود معاون اول سابق جمهوری اسلامی افغانستان، محترم استاد کریم خلیلی معاون دوم اسبق ریاست جمهوری اسلامی افغانستان، محترم داکتر عبدالله عبدالله رئيس اجرايي حکومت ریاست جمهوری اسلامی افغانستان، جلالتمآب رییس جمهور اسلامی پاکستان، جلالتمآب حمید انصاری، معاون رییس جمهوری هند، جلالتمآب شریعتمداری، معاون اجرایی رییس جمهور اسلامی ایران والا حضرت آغا خان دوست عزیز افغانستان، جلالتمآب نعمان کورتول موش، معاون صدراعظم جمهوری ترکیه، محترم داکتر نظارعبید مدنی وزیر دولت در امور خارجه عربستان سعودي، محترم محمد بن عبدالله لماحي وزیر دولت و سرپرست وزارت امور خارجه قطر، وزرا و نماینده گان ارشد کشورهای دوست و همکار و هيئت های دولت های دوست، جلالتمآبان و رؤسای مجلسین شورای ملی، فضلیت مآب قاضی القضات کشور، رهبران گرانقدر جهادی، جناب پیر استاد سیاف، جناب نادری صاحب و همه بزرګان دیګر، علمای کرام دین و مشران قومی، نماینده گان محترم کور دیپلوماتیک در افغانستان، نماینده گان محترم رسانه های جمعی، اعضای محترم کابینه!

وطنداران گرامی! خواهران و برادران!

السلام و علیکم و رحمت الله

غواړم تر خپلو خبرو مخکې د اسلام د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت د لومړۍ خطبې پیغام درته را نقل کړم چې فرمایي:

"اې خلکو، زه ستاسې مشر ټاکل شوی یم، خو ترتاسې بهتر نه یم. که مې سم کار وکړ، مرسته مې وکړئ او که مې ناسم کار وکړ، لارې ته مې برابر کړئ. ریښتیا ویل، امانتداري او دروغ ویل خیانت دی. ستاسې کمزوری ما ته غښتلی دی، ترڅو چې مې یې د خدای په اراده، د کمزورتیا علت لرې کړی نه وي او ستاسې غښتلی ما ته ضعیف دی تر څو چې مې، د خدای په زور، د نورو حق نه وي ورڅخه ترلاسه کړی."

که نن ما یواځې د همدوغو خبرو لپاره وخت درلودلای، نو یواځې د اسلام د لومړي خلیفه په همدې نقل قول به مې اکتفاء کړی وای.

ما مردم افغانستان موفقانه از امتحاناتی که پیش روی ما قرار داشت، گذشتیم. با حمایت و قربانی بی شایبه ملت قهرمان افغانستان و رهبری خرد مندانه جلالتمآب حامد کرزی قانون اساسی و انتقال اقتدار به طور مسالمت آمیز در کشور نهادینه شد. مبارک درته وایم، ټول ولس دې منندوی دی، رئيس صاحب.

به همین منظور من مناسب میبینم تا از تمام مردم کشورم و بالخصوص جلالتمآب حامد کرزی اظهار سپاس و قدردانی کنم.

با اغتنام از فرصت میخواهم به روح تمام شهدای که برای کامیابی کشور و ملت جان های شان را در دوران انتخابات فدا کردند اتحاف دعا نمایم. شهامت، رشادت و قربانی بی نظیر نیروهای امنیتی افغانستان در چنین یک شرایط حساس قابل تقدیر و تحسین است. جا دارد از شهید حشمت خان خلیل کرزی و سایر شهدای هر دو ستاد انتخاباتی هم در اینجا یاد آوری نمایم.

د افغانستان خلک تر یوه لوی ازمېښت بریالي راوتلي. د امید فضاء را ستنه شوې ده.

دا ځل په ټاکنو کې زموږ علماوو، ځوانانو، ښځو او ټولو اقشارو پراخه برخه واخیسته. د افراط یا تفریط لوری یې انتخاب نه کړ او د ولس د مشارکت له برکته د اساسي قانون پر بنسټ د اقتدار د سوله ییز انتقال دود رامنځته شو او دا دود به انشاءالله او تعالی ټینګيږی.

موږ ژمنه کوو چې د دې پروسې د لا سمون لپاره به د ټاکنو په بنسټونو، قوانینو او پروسه کې بنسټیز او ضروري بدلونونه را ولو. ترڅو چې د هر افغان رایه په آینده کې بې له شکه حساب شي او نتیجه يې معلومه وي.

موږ زیات هیله من یو چې تر دې وروسته به پر دې خاوره سیاست د بې ثباتۍ وسیله نه بلکې د دوامداره ثبات د تأمین وسیله وي او همدغه زموږ د ملي حکومت تر ټولو اساسي هدف دی.

غواړم له تحول او تداوم ټیم، د افغانستان له خلکو، له سیاسي او ټولنیزو اقشارو، ټولو هغو رضاکارانو څخه چې د ټاکنو پر مهال یې له موږ سره همکاري کړې ده او دغه راز، له ډاکټر صاحب عبدالله سره يې همکاري کړې، مننه وکړم. د افغانستان ټولو خلکو قهرماني وکړه او د ملي وحدت حکومت به د ټولو استازیتوب کوي. زه له محترم احمد ضیا مسعود څخه مننه کوم، مسعود صاحب نماینده فوق العاده رئیس جمهور در امور اصلاحات و حکومتداری خوب است.

د ملي وحدت حکومت د افغانستان اړتیا ده. د ملي وحدت حکومت د واک وېش په معنا نه،  بلکې د خلکو د خدمت لپاره د دندو او وظایفو د وېش په معنا دی. دا ډول حکومت به د افغانستان د خلکو د ارادې، غوښتنو او آرمانونو تمثیلوونکی وي. دلته له محترم ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله نه مننه کوم چې په خپله همکارۍ او ګډون یې دا پروسه د بریالیتوب منزل ته ورسوله.

افغانستانِ امروز متفاوت از افغانستانِ دیروز است.افغانستانِ امروز نویدِ تولدِ شهروندِ نوین را میدهد. ما دیگر تبعه نیستیم و هم تابع کسی نیستم. ما همه منحیث وطنداران دارای حقوق و وجایب یکسان میباشیم. قانون اساسی ما، حکومت را مکلف به تأمین و تحفظ حقوق تمام افغان ها میکند. مردم افغانستان، براساس همین مواد قانون اساسی حکومتِ پاسخگو و مسوول میخواهند. ما مصمم هستیم تا پاسخگو باشیم.

بدون شک، افغانستان عزیز درگیر مشکلات و مصایب متعدد است، اما از سوی دیگر توسعه امکانات قرن بیست یک مانند، رشد سریع تکنالوژی معلوماتی و رسانه های اجتماعی فرصت های بی سابقه ی را برای توسعه و پیشرفت کشور فراهم کرده است.

موږ د افغانستان د سیاسي پروسې مالکان یو. دا سیاسي پروسه پر ولسواکۍ ولاړه ده او زموږ د خپلو واقعیتونو هنداره ده. ولس ژوندی دی او ژوندی ولس یو متعهد او باور منده دولت غواړي او موږ به دا برابر کړو.

د سیاسي پروسې د دوام ترڅنګ، تحول هم زموږ د ولس جدي غوښتنه ده، موږ د ولس دې غوښتنې ته ژمن یو او د مثبتو ارزښتونو د دوام ترڅنګ د بنسټیز تغییر او بدلون پر اړتیا او د خلکو د خدمت پر اصل ټینګار کوو.

نباید فراموش کرد که ما مدیون وارثین اصلی جهاد هستیم. وارثین اصلی جهاد مردم افغانستان است. بیوه زنان، یتیمان، فقرأ و معلولین، وارثین واقعی جهاد اند. ما همه یکجا باید برای ادای این دَین بزرگ آماده شویم. امروز زمان آن فرا رسیده است تا جهاد ما به جهاد اکبر برای تأمین صلح، ثبات و رفاه در کشور ما، تبدیل شود. ما باید با انجام جهاد اکبر وسیله خدمت به هر بیوه زن و یتیم معصوم این سرزمین شویم. این مسوولیت ماست و ما در برابر خداوند (ج) و مردم افغانستان مسوول استیم.

موږ د اسلام لپاره تر ټولو زیاته قرباني ورکړې او هیڅوک دې دا هڅه نه کوي چې موږ ته په دې اړه درس را کړي.

به آینده باید به امید بنگریم. موقعیت، آب، معادن و ظرفیت انسانی سرزمین ما باعث ایجاد تحول بنیادی اقتصادی در آینده خواهد شد. تلاش ما برای این خواهد بود که این توانایی های باالقوه را باید به توانایی های باالفعل تبدیل نماییم. افغانستان در 25 سال آینده با این توانایی ها در یک وضعیت متفاوت قرار خواهد داشت و انشأالله دوره طلایی افغانستان بر اساس تهداب ارزش های ۱۳ سال ګذشته آغاز خواهد شد.

تهدیدات و چالش های را که افغانستان با آن در شرایط کنونی مواجه است، نباید دست کم گرفت. برخی کشورهای عربی در حال انفجار اند. برخی از حلقات میخواهند تا کشور عزیز ما میدان جنگ دوامدار باشد. به همین منظور ما موضوع صلح پایدار را جدی میگیریم. صلح یکی از ارکان اساسی ثبات سیاسی را تشکیل میدهد. کشوری که گرفتار ناآرامی بوده و امنیت و مصوونیت شهرواندان آن به درستی تأمین نباشد، به ثبات رسیده نمیتوانیم. به یاد باید داشت صلحی که سرخطِ فصلی نو برای شروع یک جنگ همه جانبه باشد، مورد قبول نیست. به همین منظور تأکید ما بالای صلح پایدار است، نه صلح مقطعی و کوتاه مدت. عدالت اجتماعی تهداب صلح را تشکیل میدهد. صلحی که باعث بی عدالتی در جامعه شود، مقطعی خواهد بود و نمیتواند ما را به ثبات برساند. امروز ما ثابت کردیم که همدیگر پذیر شده ایم. این همدیگر پذیری باید ما را در رسیدن به صلح پایدار کمک کند.

تحکیم ثبات و تأمین امنیت بدون ختم حکومت های موازی میسر نیست. ما وعده میسپاریم که با تشکیل حکومت وحدت ملی به تمام حکومت های موازی نقطه پایان خواهیم گذاشت.

دولتداري او حکومتداري

د اساسي قانون پر بنسټ دولت پر دریو قواوو ولاړ او ولسمشر د درې ګونو قواوو په رأس کې دی. زموږ له نظره، هم د درې ګونو قواوو ترمنځ د همغږي په برخه کې او هم د درې ګونو قواوو په دننه کې بنسټیزو بدلونونو ته اړتیا ده.

الف: مقننه قوه

مقننه قوه دری اساسي دندې لري: د خلکو استازیتوب، د حکومت د کړنو نظارت او تقنین.

موږ غواړو د اجرائیه او مقننه قواوو ترمنځ د قانوني دندو او صلاحیتونو پر بنسټ یو قرارداد رامنځته شي.

هر وزیر او هر وزارت باید یو واضح یو کلن قرارداد ولري چې د هغې پر اساس ملي شورا ته راپور ورکړي.

خواست ما از وکلای محترم شورای ملی اینست تا دیگر خواهان ملاقات های شخصی با رهبری و مدیریت وزارت خانه ها نباشند. در عین حال از آنها میخواهیم تا از ارایه پیشنهاد در مورد تقرر، انفکاک و یا هم تبدیلی مخصوصآ د دوایر امنیتی ما اجتناب کنند.

مردم برای رسانیدن پیام و آواز شان به دولت نیاز به نماینده گی دارند. برای انجام نماینده گی بهتر و موثرتر از موکلین، شیوه ی نماینده گی از مردم در شورای ملی اصلاح و واضح خواهد شد. براساس حکم قانون اساسی، قانون تشکیلات اساسی هم تسوید و امید است به زودی تصویب ګردد، تا راه را برای تدویر لویه جرګه تاریخی که ما به آن موافقه داریم، باز نماییم.

بدون شک، مردم افغانستان خواهان حاکمیت قانون استند و برای تحقق این امر نیاز بر آنست تا یک اجندای تقنینی برای شورای ملی آماده شود. این کار ما را کمک خواهد کرد تا برای تکمیل قانون اساسی، قوانین فرعی را تسوید و تصویب نماییم تا مشکلات موجود در این راستا مرفوع شود. ما مصمم هستیم که برای تقویه کار مثبت شورای ملی اقدامات موثر و همه جانبه نماییم.

ب: قضائیه قوه

عدالت د اسلام د مبین دین اساس دی او قاضيان د عدالت د اجراء مسؤولیت لري.

په قضائیه قوه کې، چې د شریعت او قانون هنداره ګڼل کېږي، باید شفافیت حاکم وي.

له بده مرغه، پر قضائیه قوه د فساد تورونه موجود دي. په قضائیه قوه کې فساد بدامنۍ ته لاره هواروي.

له سترې محکمې په ډېر احترام همدا نن غواړم چې په یوه میاشت کې دننه د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر اساس د محاکمو د ټول پرسونل ارزونه وکړي. د قاضیانو تعیین، عزل، تقاعد او استعفاء منل د ولسمشر صلاحیتونه دي او زه به د مکافات او مجازات د اصولو په رڼا کې د دې مهم سکتور د اصلاح لپاره له خپلو ټولو صلاحیتونو نه، کار واخلم. که غواړو د قانون حاکمیت پلی شي او لوړپوري چارواکي يې چې په فساد بوخت وي مجازات شي نو قضایی قوه باید پاکه او د اعتماد وړ وي.

ټولې ناتکمیل شوې دوسیې باید ژر تر ژره د مدني قانون او جزاء د قانون پر اساس بشپړې شي. پر هغو دوسیو به عاجل غور وشي چې برخلیک یې نامعلوم دی. د دې کار لپاره به یوه باصلاحیته کمېټه توظیف شي.

د محاکمو ترڅنګ د څارنوالۍ په اجراآتو کې هم جدي بدلون ته اړتیا ده.

د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې د حکم پر اساس څارنوالي د جرایمو د تحقیق او په محکمه کې پر متهم د دعوی د اقامې دنده لري. څارنوالي باید تر خپلو دندو ور اخوا قدم کښېنږدي او په نورو امورو کې مداخله ونه کړي.

جـ: قوه اجرائیه

در نظام های ریاستی، ریاست جمهوری نهادِ ستراتیژی و پالیسی ساز، نظارتی تصمیم ګرنده و مسوول است. برمبنای قانون اساسی ریاست جمهوری دارای صلاحیت مشخص است. قوه ی اجراییه بازوی اجرایی وظایف رییس جمهور است. تجارب بین المللی نشان مدهد که موثریت دولت در نظام ریاستی به نهادینه شدن صلاحیت های ریاست جمهوری در چوکات یک نهاد تعلق دارد تا از طریق آن صلاحیت های فردی رییس جمهور به نهاد ریاست جمهوری انتقال یابد. این کار، امکان آن را فراهم میکند تا رییس جمهور به مردم پاسخ گو باشد.

به اساس یک پالیسی منظم و صریح وظایف ادارات حکومتی مشخص خواهد شد و تداخل کاری بین وزارت خانه ها و سایر ادارات رفع خواهد گردید. این اقدام در عین حال موجب آن خواهد شد که ادارات مستقل و موازی دوباره در چهارچوب وزارت ها به صورت اساسی جذب گردند.

جناب حامد کرزی فرمودند که اداره افغانستان شکل یک پوستین پیوندی را گرفته ضرورت این است که طبق بررسی که جناب شان انجام داده بودند، ما اقدامات همه جانبه کنیم که دارای لباس موزون به خود باشیم.

حکومتداری خوب در یک رابطه ی شفاف و برمبنای یک قرارداد قانونمند با سکتورهای خصوصی، نهادهای مدنی و عامه ی مردم، بیشترین نقش خود را در نظار بر ارایه ی خدمات معطوف میسازد، نه اینکه به طور متمرکز همه ی خدمات را در انحصار خود داشته باشد. برای تحقق این هدف، قانون کابینه و قانون اجراآت و وظایف هر وزارت در اولین فرصت مجدداً بازنگری و تصویب خواهد شد.

برای ایجاد حکومتداری خوب و فرهنگ حساب دهی، هر وزارت یک تعهد سه جانبه قانون مند را طرح و عملی خواهد ساخت: تعهد میان وزارت با شورای ملی و رئیس اجرائیوی، ریاست جمهوری و مردم. این قرارداد ها معیار مکافات و مجازات وزرأ و وزارت خانه ها خواهد بود. در اینجا تاکیداً میخواهم بگویم که ما فساد اداری را در ادارات کشور، تحمل نخواهیم کرد و برای دفع علل پدیده شوم فساد اقدامات همه جانبه خواهیم نمود.

در مورد حکومتداری محلی باید گفت که ولایت، ولسوالی و شاروالی حیثیت حکمی خواهند داشت در عین حال دارای صلاحیت ها و مسوولیت های مشخص خواهند بود، ما تعهد داریم که بودیجه ملی را مستقیمآ به ولایت ها انتقال بدهیم.

برای تأمین عدالت اجتماعی و تضمین مشارکت مردم در سطح قریه جات، ولسوالی ها، شاروالی ها و ولایات برنامه های خاص طرح و عملی خواهد شد. تأمین ارتباط منظم و همآهنگی بین دوایر مرکزی و دوایر ولایتی در سطح ولایت، شاروالی، ولسوالی و قریه یکی از نیازمندی هایی اساسی است که در حکومت وحدت ملی به آن توجه جدی صورت خواهد گرفت.

قابل ذکر است که تمام ولایات افغانستان از اهمیت خاص برخوردار و تمام شهروندان افغانستان مردم درجه یک استند. در این کشور عظیم ما شهروند درجه دو و یا سه وجود ندارد. بر همین ملحوظ انکشاف متوازن یک امر حتمی است و اصل شیوه حکومتداری ما را تشکیل میدهد. خوشبختانه که منابع طبیعی در تمام ولایات نسبتاً به طور مساویانه وجود دارد و براین اساس انکشاف متوازن سدی راه توسعه اقتصادی نخواهد بود.

متوازن انکشاف یوه حتمي اړتیا او زموږ د حکومت مهمه او اساسي دنده ده. ‍

له نېکه مرغه د افغانستان طبیعي سرچینې په ټول هېواد کې په نسبتاً مساویانه شکل تیت او تقسیم دي چې دا حالت په بالقوه توګه د هېواد په متوازن انکشاف کې مرسته کوي.

د حکومت بله اساسي دنده د مؤثرې دولتدارۍ او حکومتدارۍ رامنځته کول دي. مؤثره دولتداري او حکومتوالي د افغانستان د خلکو مسلم حق دی او باید ترلاسه یې کړي.  خلک تر دې زیات فساد نشي زغملای. زه او د دولت ټول اراکین به د فساد مقابله له خپل ځانه پیلوو.

زه کومه سیاسي کورنۍ نه لرم. که چا زما د وروروي یا خپلوي ادعا وکړه او د دولت یو مامور ته يې په سپکه وکتل، د قانون په اساس ورته جزاء ورکړی.

د مؤثرې حکومتدارۍ له لارې به وکړای شو خپلو سترو ملي معضلاتو، لکه د کډوالو، داخلي بې ځایه شویو، بې وزلو، معلولینو او معیوبینو او کوچي او جایي ستونزې ته د پای ټکی کېږدو.

موږ لا هم ۵ میلیونه کډوال لرو او ترڅو چې د وطن بچي بهر دي، زموږ موجود تکمیل نه دی. د بې ځایه شوې کلمه باید له ملي قاموس نه لرې شي.

په افغانستان کې ځوانان، ښځې او بې وزله وګړي دری عددي اکثریتونه دي چې د استازیتوب له لحاظه په اقلیت بدل شوي. زموږ هڅه به دا وي چې دا دری عددي اکثریتونه د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو متن او محور ته راولو.

ځوانان او مېرمنې به په حکومت کې انشاءالله و تعالی په براخه پایه ګډون وکړي.

در اینجا لازم میدانم تا از شریک حیات ام و همسر گرامی خود، بی بی گل، برای حمایت همیشه گی از من و افغانستان تشکری کنم. بی بی گل همیشه از بیجاشده گان داخلی، زنان و اطفال افغان حمایت کرده است و مطمینم که به این کارش در آینده هم به صورت رضاکارانه ادامه خواهد داد.

هدف ما فقرزدایی، ایجاد کار برای همه بالخصوص جوانان و زنان و مسکن سازی است. در این راستا اقدامات جدی و پیگیر را انجام خواهیم داد.

مثلث ثبات

اقتصاد، امنیت و قوای بشری با هم به شکلی ارتباط دارند که سه ضلع اساسی مثلث را برای تأمین ثبات میسازند. امنیت با استفاده از زور و قوه تأمین میشود اما ثبات از مشروعیت، قبولیت و مشارکت مردم شکل میگیرد به شکل که جلالتمآب حامد کرزی در عمل تصویب کرد. تا به حال امنیت زیادتر به مفهوم و معنای مصوونیت فزیکی افراد استفاده شده است، اما در بحث امنیت عمده ترین مسله مصوونیت بشری و یا هم امنیت انسانی است. بدون توسعه اقتصادی و سرمایه ګذاری بالای قوه بشری، نمیتوان به مصوونیت بشری دست یافت.

ما افغان ها زمانی که از اقتدار ملی و یا هم حاکمیت ملی صحبت میکنیم، به این مفاهیم خیلی ارزش میدهیم و این مسایل برای ما اهمیت زیاد و هیاتی دارد، اما باید متوجه بود که رسیدن به اقتدار ملی و تضمین حاکمیت ملی تا زمانی که ما از لحاظ اقتصادی وابسته باشیم، کاری بس دشوار است.

ما اکنون صاحب اقتصاد مصرفی استوار بر واردات و متکی به کمک های خارجی استیم. هدف اساسی ما اینست که اقتصاد تولیدی پویا استوار بر صادرات را اساس گزاری کنیم تا زمینه رفاه مردم و تحکیم اقتدار ملی را فراهم سازد.

افغان ها طبیعتاً متشبث اند اما برای تبدیل نمودن ظرفیت بالقوه به ظرفیت بالفعل نیاز به طرح و تطبیق برنامه های همه جانبه برای انکشاف قوای بشری وجود دارد. بدون رشد و انکشاف قوای بشری، توسعه اقتصادی ناممکن است.

نسل نو افغانستان باید صاحب مهارت و مسلک بر اساس معیارهای قرن بیست و یکم شود، تا دختران و پسران ما به سطح منطقه و جهان رقابت کرده بتوانند. این امر ما را کمک میکند تا به کشور صادر کننده مهارت، مسلک و خدمات تبدیل شویم و از صادر کردن کارگران غیرماهر نجات یابیم و از مهاجرت های اقتصادی جلوگیری کنیم. تعدادی زیاد از جوانان ما که به شکل کارگر غیر مسلکی و برای یافتن کار کشور را ترک میکنند یا در راه ها کشته و یا هم در آب ها غرق میشوند. این یک معضله اساسی است و ما باید برای حل آن برنامه های مشخص را جهت توسعه مهارت طرح و عملی خواهیم کرد. عزت هر افغان در آبادی یک افغانستان واحد و متعهد است.

باور ما اینست که موقعیت جغرافیای افغانستان میتواند این سرزمین را به یک کشور ترانزیتی و خدماتی تبدیل سازد. معادن میتواند افغانستان را به یک کشور صنعتی مبدل کند و آب و زمین ما میتواند کشور ما را به یک کشور زراعتی فعال بدل کند، اما برای ما باید پول موجود در کشور را به سرمایه مبدل کند. توسعه اقتصادی نیازمند یک قرارداد همه جانبه بین دولت و سکتور خصوصی میباشد ما مصمم هستیم تا چنین پیمان را به زود ترین فرصت ایجاد کنیم. پول هر افغان باید به سرمایه يې مصؤون وی و قوه متحرک کاریابی و توسعه مبدل گردد. ما اراده قوی داریم تا موانع را در مقابل سرمایه گذاری از بین ببریم. در عین زمان خواهان آن هستیم که سکتور خصوصی از رشوت به حیث وسیله رقابت غیرسالم دست برداریم. رشوت دهنده و رشوت گیرنده هردو عامل شر و فساد اند و با ایشان برخورد جدی و قانونی صورت خواهد گرفت.

زموږ امنیت به هغه وخت تأمینېږي چې د ځواک مشروع استعمال په دولت پورې منحصر وي او د ځواک استعمال یوازې د قانون د حکم پر اساس او د قانون د حاکمیت د ټینګښت لپاره وي. پر همدې بناء، زموږ عزم او هدف دی چې نور به په افغانستان کې د ناقانوني وسلوالو ډلو لخوا د قوې غیرمشروع استعمال ته د پای ټکی کېږدو.

زه د افغانستان د وسلوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه د افغانستان د اتلو وسلوالو ځواکونود ځان، حیثیت او سلامتۍ مسؤول یم.

زه د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د بې درېغه قربانیو قدر کوم، او ژمنه کوم چې د دې بنسټونو د تقویې او لا مسلکيتوب لپاره به له هیڅ ډول هڅو مخ ونه ګرځوم.

د وسلوالو ځواکونو سرتېرې، افسران او ټول اراکین دې ډاډه وي چې تر دې وروسته به ضوابط پر روابطو حاکمېږي او د مکافاتو او مجازاتو فرهنګ به عامېږي.

د وسلوالو ځواکونو فعالیتونه به هغه وخت مؤثر اوسېدلای شي چې د ولس او د خلکو په زړونو کې لاره پیدا کړي. ګولی د خلکو په زړونو کې لاره نه پیدا کوي، بلکې د هغوی محافظت د خلکو په زړونو کې لاره پیدا کوي.

د بن د پروسې له پیل څخه تر اوسه پورې نړیوالو ځواکونو د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پرېکړې په چوکاټ کې په افغانستان کې فعالیت کاوه. د امنیتي انتقال د پروسې له بشپړېدلو او د نویو امنیتي تړونونو له لاسلیکېدلو وروسته به د قوې د مشروع استعمال صلاحیت یوازې او یوازې د افغانستان له دولت سره وي او د دغې لاسته راوړنې له کبله جناب حامد کرزي ته مبارکي وایو.

اوس موږ د خپلې خاورې د ساتلو بالفعل وړتیا لرو خو د وسلوالو ځواکونو ترمنځ په ټولو سطوحو کې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا لیدل کېږي.

موږ به د هېواد په هر ګوټ کې، که هغه هلمند وي، که کندز، غزنی، کنړ یا کوم بل ناامن ولایت وي، د خپلو اتباعو د ځان، مال او عزت د ساتنې لپاره قاطعانه عمل وکړو. نیاز برای تفکیک واضح وظایف پولیس ملی و اردوی ملی وجود دارد و ما برای وضاحت این امر اقدامات لازم را انجام خواهیم داد.

ما مسوولیت داریم تا برای نیروهای امنیتی ما شرایط خوب زنده گی را فراهم کنیم؛ به خانواده های شهدا رسیده گی نماییم؛ و برای زخمی های توجه هرچه بیشتر داشته باشیم. نیروهای امنیتی افغانستان خدمتگار تمام مردم کشور اند، به همین دلیل میخواهم از تمام جوانان کشور تقاضا کنم که از نیروهای امنیتی کشور شان حمایت کنند و هم به صفوف آن های برای حفاظت از کشور، نوامیس ملی و حاکمیت قانون بپویندند. کسانی که امروز در صفوف قوای مسلح قرار دارند، حافظین کشور و افتخار همه مردم افغانستان میباشند و من بر آن ها میبالم.

زه پر قومي مشرانو، مدني ټولنې، په تېره په دیني علماوو غږ کوم چې په هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره لاس پر کار شي.

امنیت د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او د امنیت د تأمین لپاره یې باید ټول وګړي یوبل ته د همکارۍ لاس ورکړو.

د اسلام مبارک دین تفرقه شر او ناروا ګڼلې ده.

دیني علماء د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وارثینو په توګه په دې برخه کې تر ټولو مهم نقش ترسره کولای شي. دا زما، او د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې له هر جومات او مدرسې څخه باید د سولې او ثبات ناره را پورته شي.

د امنیت د تأمین لپاره د خلکو او وسلوالو ځواکونو ترمنځ دوه طرفه قرارداد او تړون ته اړتیا ده.

د هېواد ښځې له جګړې ستړې دي او د جګړې تر ټولو ستر قیمت اداء کوي. د سولې او بیارغونې په برخه کې د ښځو د ونډې د تأمینولو لپاره د ښځو اړتیاوو ته توجه لازمه ده او د دې کار لپاره د حساب ورکولو دوه اړخیز قرارداد او تړون ته اړتیا ده.

موږ له جګړې ستړي یو. زموږ پیغام د سولې پیغام دی خو زموږ دا پیغام دې زموږ کمزورتیا نه ګڼل کېږي. هغه وګړي چې پر جګړه، زور ازمویلو، او زموږ د اطفالو او بې ګناه وګړیو پر وژلو تکیه کوي، په دې دې وپوهېږي چې موږ به د افغانستان د خلکو د ساتنې لپاره له هرې ممکنې مشروع وسیلې نه کار واخلو.

جګړه د سیاسي اختلافاتو د حل لاره نه ده. موږ ثابته کړه چې سیاسي اختلافات له سیاسي لارې حل کېدای شي. په همدې دلیل، د دولت له مخالفینو، خاصتآ له طالبانو او حزب اسلامي نه غوښتنه لرم چې سیاسي مذاکراتو ته حاضر شي. هر هغه څوک چې ځان ته افغان وایي، او افغانستان د افغانانو لپاره غواړي خپله ستونزه دې ووایي چې موږ یې حل ورته ولټوو.

هغه وګړي چې د نورو د ګټو لپاره زموږ هېواد د جګړې په ډګر بدلوي له نرخه وتلي او له کلي د باندې پاتې دي. خلک وایي له کلي ووزه، له نرخه مه وزه، دوی له نرخه او کلي، دواړو وتلي دي. ټول کلي او ولسونه باید پرېکړه وکړي چې نور، دا ډول وګړو ته ځای او حوصله نه لري، خو هر کلي نه غوښتنه ده چې د سولې آواز پورته کړي.

علماء، قومي مشران او ځوانان باید دې خلکو ته نصیحت وکړي او که په نصیحت نه کېږي، له دې خلکو سره پرېکون او مقاطعه وکړي.

د بد امنۍ یو لامل په امنیتي ځواکونو کې فساد او له دندې او دولتي امکاناتو ناوړه استفاده ده. له دندې ناوړه استفاده جرم دی، او مجرم ته باید د قانون مطابق جزاء ورکړل شي.

پر لویو لارو شوکې او لارې نیونې باید پای ته ورسېږي. د حرکت حق د افغانستان د وګړیو مسلم حق دی او هیچا ته به د خلکو د دې حق د سلبولو اجازه ورنکړو.

سیاست خارجی

مشکل افغانستان ابعاد خارجی دارد به همین ملحوظ سیاست خارجی برای ما نقش حیاتی دارد. افغانستان نکته تقاطع جریان های مثبت و منفی بین المللی است. به همین اساس ثبات و رفاه افغانستان با ثبات دنیا گره خورده است. و از طرف دیگر پدیده های منفی در دنیا بالای ما هم تاثیرات منفی داشته است. استفاده و قاچاق مواد مخدر یک مشکل جهانی است. مانند اقتصاد مافیایی بین المللی که با قاچاق و فروش مواد مخدر ملیارد ها دالر را برای حمایت و تمویل عناصر فاسد در کشورهای مختلف به مصرف میرسانند. همچنان حرکت های نهیلستی و متمرد که در برخی از کشور های اسلامی و عربی در حال رشد اند، تاثیرات منفی بالای کشور ما هم داشته  و باعث تقویت عین حرکت ها در داخل افغانستان شده است.

برای انسجام و مدیریت سیاست خارجی که منجر به ثبات و رفاه کشور منتج شود، ضرورت داریم تا پنج حلقه ی ارتباط خود را در سطح منطقه و جهان مشخص کنیم و برای هر بخش طرح های معین و اقدامات همه جانبه خواهیم داشت. این پنج حلقه عبارت اند از:

حلقه اول – کشورهای همسایه

ثبات کشور ما با هر کدام از کشورهای همسایه ما به شکل زنجیره ای ارتباط دارد. همان گونه که بی ثباتی در کشور ما خطر برای همسایه های ماست، بی ثباتی در هریک از این کشورها خطر برای ثبات ما نیز است. بنابراین، با این کشور ها، سهم دارد و شریک خوب در زمینه تأمین ثبات در سطح منطقه خواهیم بود. این دیدگاه کلی اساس پالیسی جناب کرزی را تشکیل داده بود و ما آنرا دوام و توسعه خواهیم داد.

کوشش همه جانبه ی ما این خواهد بود که در قدم نخست با تمام کشورهای همسایه خود بر یک پیمان همکاری منطقوی برای ایجاد ثبات و امنیت و انکشاف اقتصادی به نتیجه برسیم. اساس این پیمان همکاری منطقوی را پذیرش مشروعیت هر دولت از طرف دولت دیگر تشکیل خواهد داد. هیچ دولت حق مداخله در امور داخلی دولت هم جوار خود را نخواهد داشت و تمام مشکلات در روابط دو طرف، از طریق مذاکره سیاسی و همکاری بین دولت ها حل خواهد شد.

در عین حال میخواهم که اطمینان بدهم، قسمیکه جناب کرزی اطمینان داده بودند، که از خاک افغانستان بر ضد هیچ کشوری استفاده نخواهد شد و از همسایه های خویش هم عین توقع و انتظار را داریم.

حلقه دوم – کشورهای اسلامی

حلقه کشور های اسلامی حلقه مهمی در سیاست خارجی ما خواهد بود. دیدگاه، تفکر و رفتارهای ما تماماً بر اساس آموزه ها و باورهای دین مبین اسلام شکل گرفته است و هیچ بخش از تاروپود ما نیست که فرهنگ اسلامی ما بر آن حاکم نباشد. بر همین اساس روابط ما با کشور های اسلامی عمیق، همه جانبه و موثر خواهد بود.

از مهمانان عالیقدر که ازعربستان سعودی، قطر و کویت تشریف آورده اند، ابراز امتنان می کنم.

حلقه سوم – اروپا، امریکا، کانادا و جاپان

با تغییر در تعریف مناسبات ما با جامعه جهانی، به مرحله جدیدی وارد میشویم که عبارت از ارتباط دولت با یک دولت دیگر به اساس مساوات متقابله دولت هاست. افغانستان به حیث یک دولت با دولت امریکا و سایر دولت های عضو ناتو و جاپان و ممالک عضو اتحادیه اروپا داخل رابطه میشود. به این ترتیب دولت ما از یک دولت ناکام که برای جامعه بین المللی 13 سال پیش نقطه ی خطر تلقی شده و به استناد آن استعمال قوه را در چارچوب فیصله شورای ملل متحد جایز دانستند، به حیث یک دولت دارای حقوق و وجایب بین المللی وارد صحنه می گردد. این تغییر موقعیت یکی از دست آوردهای دهه گذشته بوده و حکومت وحدت ملی با استناد به این دستآورد مناسبات خود را به حلقه سوم تعیین میکند.

صلح هدف ستراتیژیک ما است. بنابراین تحکیم مناسبات ما با جامعه جهانی، کمک خواهد کرد تا یک طرح سیاسی را برای تأمین صلح و ثبات پایدار به وجود بیآوریم.

ما با جامعه جهانی منافع مشترک داریم و از کمک های سخاوتمندانه آن ها در این سال ها ابراز امتنان میکنیم. ما با جامعه جهانی بر اساس منافع مشترک برای از بین بردن خطرات جهانی قربانی های مشترک دادیم.

نیروهای امنیتی ما حاضر اند مسوولیت امنیت کشور و مردم را به عهده بگیرند اما به حمایت جامعه جهانی در قسمت تجهیز، آموزش و تسلیح نیروهای امنیتی خود نیاز داریم و امید است که تعهدات جامعه جهانی به زود ترین فرصت در این باره جامه عمل بپوشد.

ما از کمک های جهانی به طور قانونمند و شفاف برای نهادسازی و تقویت نیروهای امنیتی استفاده خواهیم کرد. میخواهم امروز اعلام نمایم که تعهد ما بر شفافیت و موثریت مصرف کمک های خارجی بالاتر از توقع و خواهش جامعه جهانی خواهد بود. ما بر تعهد خویش برای از بین بردن فساد ایستاده ایم و از این تعهد عدول نخواهیم کرد. چون خواست مردم افغانستان ایجاد دولت شفاف و حسابده است امید داریم که کمک دهنده های جهانی ما هم کمک های خود را موثر و شفاف بسازند، تجربه جهانی نشان داده که بهترین راه کمک، کمک از راه بودیجه دولت است و امید است که این تقاضا مکرر مردم افغانستان جامه عمل بپوشد.

حلقه چهارم – کشورهای آسیایی

از لحاظ اقتصادی آسیا یک شاهد تاریخی بزرگ است. در 25 سال آینده، آسیا به یک قدرت اقتصادی جهان تبدیل خواهد شود.

همسایه گی ما با چین و روابط نزدیکی ما با خلیج و همسایه گان ما باعث یک تغییر کلی در وضعیت اقتصاد در سطح آسیا خواهد شد.

افغانستان قلب آسیا است. ما افغانستان را به چهارراهی آسیا و پل زمینی برای ارتباط منطقه تبدیل خواهیم کرد.

در حالیکه ما شاهد پیشرفت های غیرقابل تصور در برخی از کشورهای آسیایی استیم اما در عین حال آسیا هنوز هم یکی از مراکز فقر جهانی به شمار میاید. تلاش ما آنست تا بتوانیم برای ایجاد اجماع قاره ایی برای فقر زدایی در آسیا برسیم.

حلقه پنجم – نهادهای بزرگ بین المللی

دایره ی پنجم در سیاست های خارجی ما مربوط به نهادهای بزرگ انکشافی جهان و سرمایه گذاران بزرگ خصوصی است. سازمان ملل متحد، بانک جهانی، بانک آسیایی، صندوق بین المللی پول، اتحادیه اروپا و نهاد های کمک کننده خارجی و سایر نهاد های بین المللی شامل این حلقه میشوند.

هدف ما اینست تا از کمک ها به طور موثر استفاده نماییم تا زمینه را برای جلب سرمایه گذاری بزرگ در کشور فراهم کنیم. تجارب بین المللی نشان میدهد کشورهایی که ستراتیژی واضح، اراده قوی سیاسی و مدیریت فعال و موثر دارند، میتوانند از کمک های بین المللی و سرمایه گذاری استفاده درست و موثر جهت توسعه اقتصادی و تحکیم ثبات نمایند.

ما نیت، اراده و برنامه های واضح برای ایجاد تغییر و تحول پایدار در کشور عزیز مان داریم.

افغانستان با ثبات و مرفه به نفع این هر پنج حلقه است. به همین سبب میخواهم افغانستان مرکز همکاری های این پنج حلقه باشد تا در عرصه همکاری های خارجی افغانستان به یک نمونه تبدیل شود.

تحول او اصلاحات

د انتخاباتو له هر اړخیزو بحثونو دا ثابته شوې چې د ولس مطلق اکثریت تحول او اصلاحات غواړي.

خبره د "ولې" نه ده. خبره د "څنګه" ده. دا چې ولس اصلاحات غواړي، د اصلاحاتو په تطبیق کې د ولس ګډون حتمي دی.

زه د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه او اصحاب کرامو د سنتو په تأسي او پيروي خپل ځان هر افغان ته مسؤول ګڼم.

زه د ټولو افغانانو ولسمشر او خادم یم او هر افغان ته ځان مسوول بولم. همدا رنګه جناب ډاکټر صیب عبدالله لکه ما غوندې هر افغان ته ځان مسوول بولي او په ګډه موږ ټول افغانانو ته به مسوول واوسو او د افغانانو پیرزوینې به انشاءالله و تعالی په ځای کړو.

زموږ په نزد، د قانون او دولت په وړاندې هیڅ افغان تر بل افغان لوړ یا ټیټ، کم یا زیات نه دی. دا زما او د دولت د ټولو ارا کیونووجیبه ده چې د بیت المال هره روپۍ د ولس د سوکالۍ لپاره وکاروو.

که غواړو چې په اساسي قانون کې درج شوي حقوق مو ریښتیا عملي شي، دا لازمه ده چې خپل فردي، ټولنیز او ملي وجایب وپېژنو.

زموږ وجيبه دا ده چې هر یو ځان د دې خاورې څښتن وګڼو او دا ومنو چې د وطن عزت، حیثیت او سرلوړي مو د یو بل په عزت، حیثیت او سرلوړي پورې تړلې ده.

راشئ دا وطن سمسور کړو چې لمسیان، کړوسیان مو په خیر یاد کړي، او د قیامت په ورځ د خدای په حضور کې ځواب وویلای شو.

د افغانستان خلک همدې ته لاس په دوعا دي چې موږ له جګړې، وینې تویېدنې او بې ثباتۍ څخه سولې، ثبات او سوکالۍ ته ورسېږو.

امید دی چې نور به خدای تعالی زموږ تاسې د دې ستر خو دردمند او ځورېدلي ملت زارۍ اورېدلي وي.

خدای تعالی دې نور زموږ ملت ته د فکر او عمل وحدت او مطابقت ورکړي چې دا وطن هوسا، آباد او سرلوړی کړو. پاى-فضل واحد

تل دې وي افغانستان!

پاینده باد افغانستان!