چهره ها فرهنگ و هنر

تاریخ پوه پوهاند کاکړ

آرواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې په ۱۹۲۹ کې زېږدلی.

آرواښاد لا یو کلن و چې پلار میرزا فضل حق کاکړ له نړۍ سترګې پټې کړې. له پلار وروسته یې پالنه مور (خاتمه نیازی) کوله.

آرواښاد لا تنکی ځوان و چې مور بي بي یې په حق ورسېده.

آرواښاد خپلې لومړنۍ زده کړې په لغمان کې وکړې او بیا په کندهار کې د ااحمدشاه بابا په لېسه کې شامل شو ، چې هلته له خپلې نیایي نیکه ارواښاد عبدالمقیم خان نیازي کره اوسېده. نوموړي دوه کاله د کابل دارالمعلمین ولوست او بیا په ۱۹۵۰ کال له غازي لېسې نه یې لومړۍ درجه بری لیک تر لاسه کړ چې په ۱۹۵۳ کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۷ کال له همدې پوهنځي نه فارغ شو.

آرواښاد ډېر ځېرک او هڅاند ځوان و، آرواښاد د نورو زده کړو له پاره په ۱۹۶۱ کال د افغانستان د حکومت په سکالر شپ لندن پوهنتون ته لاړ چې اوه کاله یې د مینځني ختیز د اسلامي پېر او د اوسنۍ اروپا په تاریخ کې زده کړه وکړه .استاد په سر کې د کابل پوهنتون لیسانس د لندن پوهنتون د لسان معادل کړ او بیا یې د امیرعبدالرحمن خان پېر د لومړنیو ارشفي پاڼو له مخې په ځانگړي ډول وڅېړه چې د همدغې څېړنې په بنسټ یې د M.PHIL یاد فلسفې ماستري په نوم بری لیک تر لاسه کړ. له هغه وروسته استاد په ۱۹۷۲ کال د نورو ځانگړو څېړنو لپاره د امریکې پوهنتون ته لاړ او هلته یې د امیرعبدالرحمن په مهال د افغانستان د حکومت او ټولنې په اړه څېړنه پیل کړه . چې بیا یې د همدې گټور اثر له مخې د لندن له پوهنتون څخه د ډاکترۍ یا P-H-D بری لیک تر لاسه کړ. یو کال یې نورهم خپلوڅېړنو ته دوام ورکړاو بیا په ۱۹۷۶کال بېرته هېواد ته راستون شو .

آرواښاد په خپل ژوند کې په بیلا بیلو پوسټونو دندې تر سره کړې په لومړي سره کې پښتو ټولنې غړی و. بیا د کابل مجلې چلونکی و او ورسره يې د ادبیاتو پوهنځي کې استادۍ سپېڅلې دنده هم کوله.

استاد په ۱۹۵۸ کال له یوه پلاوي سره لومړی شوروي اتحاد او بیا په بل کال یې امریکې ته سفر وکړ.

کاکړ په ۱۹۶۸ کال بېرته هېواد ته ستون شو او یو ځل بیا د کابل په پوهنتون کې د تاریخ استاد وټاکل شو. کاکړ د خپلو پوهنیزو او ښوونیزو کړو وړو له مخې او د گټورو اثارو د کښلو له برکته په ۱۹۸۱ کال د پوهاندۍ علمي درجې ته ورسید.

د هغه وخت له غوښتنو سره سم آرواښاد کاکړ هم له سیاسته لرې نه و.

پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د یوې لیکنې په ترڅ کې ډاگیزه کړې او وایي : کله چې شوروي اتحاد په افغانستان تېری وکړ نو د پوهنتون د استادانو او محصلانو د عمومي اتحادې غړی شوم او له نورو سره یو ځای مو په پټه د شوروي او پرچمي رجیم پر ضد فعالیت پیل کړ. د ویښ ځلمیانو له غړیتوب نه وروسته مې دالومړی ځل وو چې د عملي سیاست ډگر ته ورودانگل . هغه وخت چې مې د شوروي پوځ تیری او د هغوی ټانکونه ولیدل خپل یوولس کلن زوی کاوون ته مې وښودل او ورته په ټینگه مې وویل چې افغانان هرومرو شورویان له خپل هېواده شړي…. ما په پوهنتون کې استادان او شاگردان د شوروي ښکېلاک په وړاندې ولمسول نو ځکه په پایله کې د همدې هاندو هڅو له بابته وو چې په ۱۹۸۲ کال ونیول شوم او پنځه کاله مې په زندان کې تېر کړل . کله چې د ستر استاد له بند نه یو شمېر بین الملي ټولنو په سر کې د عفوې نړیوالې ټولنې خبر تر لاسه کړ نه یوازې د هغه مهال په حکومت فشار راووړ بلکې کاکړ صاحب یې د ؛وجدان بندي؛ اعلان کړ. هغه وخت چې استاد په ۱۹۸۷ کال له بند نه خلاص شو بیا یې په پوهنتون کې د استادي دنده پیل کړه خو د همدې کال په پای کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای پېښور ته کډه وکړه او په قلمي جهاد یې لاس پورې کړ . په دغه لړ کې یو شمېر لویدیزو هېوادونو ته هم سفرونه وکړل او په ځنې سمینارونو او کنفرانسونو کې برخه واخسته چې یې د افغانستان د سیاسي کړکېچ او کشالې په اړه برخه والو ته گټور معلومات وړاندې کړل. پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په ۱۹۸۹ کال له خپلې کورنۍ سره یوځای امریکې ته لاړ . په ۱۹۹۰ کال یې د یوه مهم خوځښت بنسټ کېښود چې لومړی د دې خوځښت غړی او بیا وروسته د نورو غړو لخوا د دې خوځښت مشر او سروال وټاکل شو. د دې خوځښت نوښت په دې کې وو چې دوی لا هغه مهال دا خبره په زغرده کوله چې باید د لوې جرگې له خوا د افغانستان د کشالې په هکله فکر وشي او بیا همداسې هم وشول . کاکړ صاحب په دغه موده کې په یو شمېر علمي ځانگړو کنفرانسونو او سمینارونو کې هم گډون کړی دی وروستی سمینار یې هغه وو چې په دې وروستیو کې د ترکيې په هېواد کې جوړ شوی وو. له دې پرته وخت په وخت یې له یو شمېر ډله ییزو رسنیو او خپرونو سره مرکې هم کړي دي

په لنډه توگه ویلی شو چې ښاغلی پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ د خپل عمر ډېره برخه خپل هېواد ته د خدمت په لاره کې تېره کړې ده، ډېر ځوانان یې روزلي او پاللي دي په ډېرو علمي مرکزونو کې په زده کړې ، څېړنې او لیکنې بوخت پاتې شوی دی او د ژوند تر پایه  په سپړنیزو او څېړنیزو کارونو لگیا او بوخت و . کاکړ صاحب د ژوند ورستۍ شپې ورځې په امریکا کې له خپلې کورنۍ او مېرمن مریم کاکړ سره یو ځای اوسېده دوه زامن لري کاوون او سباوون ، درې لوڼې لري پلوشه ، وږمه او خوږه ، څلور لمسیان لري غورځنگ، آتل ، څپانداو اکمل درې لمسیانې لري ځلا، موسکا او هیله.

پوهاند کاکړ له کلونو راهیسې د امریکا په کلیفورنیا کې اوسېده او د ناروغۍ له امله یې د جنورۍ په پنځمه په یوه روغتون کې د ۸۸ کالو په عمر ساه ورکړه.

نظر بدهید