خبرهای خارجی

شمالي کوريا پنځوس کيلوګرامه تسليحاتي پلوتونيم لري

جنوبي کوريا د شمالي کوريا د پوځي او تسليحاتي پرمختګونوپه اړوند په کلنى رپوټ کې اعلام وکړ چې شمالي کوريا دخپل تسليحاتي پلوتونيم کچه زياته کړې ده او همدا اوس  ٥٠ کيلوګرامه پلوتونيم په واک کې لري.

 د جنوبي کوريا د دفاع وزارت نن د يوې دفاعي وينا په صادرولوسره چې په هرو دوو کلونوکې يوځل خپريږي؛ څرګنده کړه چې شمالي ګاونډى يې د اټومي وسلو او د بالستيکي توغنديو په جوړولو او پراختيا کې زيات پرمختګ کړى دى.

د جنوبي کوريا د ٢١٠٦ ميلادي  کال دفاعي رپوټ ټينګار کوي  چې شمالي کوريا په دې اندازه اټومي توکوسره کولاى شي لس اټومي بمونه توليد کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د ٢٠١٤ ميلادي کال  په وينا کې د شمالي کوريا د تسليحاتي پلوتونيم اندازه ٤٠ کيلوګرامه  اټکل کړى و .

نظر بدهید