خبرهای خارجی

په سوريه کې د هوايي بريد له امله ٢٠ تنه ووژل شول

د سوريې په يوه سيمه کې د يوې امريکايۍ بم غورځوونکې الوتکې د بمبارۍ له امله شل تنه ملکي وګړي ووژل شول.

د روسيې د وسله والو پوځونو لوى درستيز جنرال والري ګراسيموف وويل: د امريکا يوې (بي ٥٢) بم غورځوونکې الوتکې د سوريې د ادلب ولايت د سرمده سيمه بمباري کړه چې د يوشمېر ملکي کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوه.

ده زيادته کړه: بم غورځوونکې (بي٥٢) الوتکه د سرمده سيمه په داسې حال کې بمباري کړه چې په دې سيمه کې اوربند هم شوى دى.

د امريکا په مشرۍ د ايتلاف الوتکو په دوو تيروکلونوکې په سوريه کې څو غيرپوځي هدفونه بمباري کړل چې له امله يې د دغه هېواد خلکوته مرګ ژوبله واوښته.

نظر بدهید