اقتصادی

شفافيت او حساب ورکول ملي عوايد زياتوي

وزارتونو دمالي او دکورني پلټني درياستونو ترمنځ دهمغږۍ غونډه پرون دماليې دوزير اکليل حکيمې په مشرۍ  دقطعيې دبودجې دتطبيق دبهير،   دتادياتو درپوټ دعوايدو دتطبيقاتو درپوټ او داغيزمنتوب اوګټورتوب دنويو سيستمونو د جوړولو په باب د معلوماتو د  وړاندې کولو په   مقصد  جوړه شوه .
په دې غونډه کې دماليې وزير خبرې  وکړې او ويې ويل ؛ دماليې وزارت  وکولاى شول چې په  روان کال کې  دپرمختيايي بودجې  په لګولو کې  بريالى شي  او  ١٦٥ مليارده افغانۍ عوايد راټول کړي چې دغه شمير دسږکال دټاکل  شوي  هدف په نسبت ٣٣ مليارده افغانۍ زياتوالى ښيي  .
ده وويل : مالي مسوولين هغه کسان  دي چې په خپلو قلمونوسره  دشفافيت  او  حساب ورکولو له په پام کې نيولوسره ملي عوايد دپلټنې له رياستونو سره په همغږۍ تحصيل کړي .
ديادونې وړ ده چې ددغې غونډې په پاى کې دماليې وزارت دخزائينو دلوى رياست دمسوولينو له خوا دقطعيې ، دبودجې دتطبيق دبهير ، دتادياتو درپوټ او دعوايدو دتطبيقاتو درپوت په باب تصويري معلومات وړاندې کړل.

نظر بدهید