صحت

دننګرهارپوهنتون په روغتون کی دزیږیدلو ماشومانو څانګه پرانیستل شوه

د سل زره امریکایي ډالرو په لګښت د ننګرهار پوهنتون په روغتون کې د نويو زېږيدلو ماشومانو څانګه له ترميم او تجهيز وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مياخېل وايي:که څه هم دپوهنتون روغتون د طب پوهنځي محصلينو د عملي زده کړو لپاره جوړشوی، خو اوس يې دختيځې سيمې  ناروغانو درملنې ته اوږه ورکړې.

مياخېل له يونيسف ادارې نه په مننې سره په پوهنتون روغتون کې د نويو زېږيدلو ماشومانو دڅانګې په ترميم او تجهيز خوښي وښوده.

په همدې حال کې د دغه روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالناصر جمال وويل: د کوچنيانو دغه څانګه په يوه وخت کې د شلو تنو کوچنيانو د درملنې ظرفيت لري.

دی وايي :ناروغانو ته په کتو د دې څانګې ظرفيت کم دی ،بايد د پوهنتون اداره يې لا پراختيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د پوهنتون دمسؤلينو په وينا دنويو زېږيدلو ماشومانو د دې څانګې په ترميم او تجهيز سره ګڼ شمېر ناروغ ماشومانوته د درملنې لازم اسانتیاوی برابر ی شوی دی

نظر بدهید