اقتصادی

د شورابک دبريښنا بنددجوړولوکاردپرمختيا په حال کې دى

 د بدخشان ولايت دفيض آباد په ښارکې دکوکچې د سيندپر سر د شورابک دبريښنا بند د جوړولو کار په سلو کې شل  پرمخ  تللى دى .

دبدخشان ولايت مرستيال اوسرپرست ګل محمدبيدار وایي د شورابک د بريښنا بند يوه  ملي پروژه ده  چې دجوړولو په کارکې يې ځنډ  د بند دډيزاين تغيير دى چې بايدددې بندستنې  په داسې ډول  جوړې شي  چې دزلزلې او د اوبو دفشار په وړاندې  مقاومت ولري  نو له دې امله د جوړولو کار يې ځنډول شوى و.

دغه راز د ولايتي شورا رئيس عبدالله ناجي وايي  د سيکا کمپنۍ د بدخشان ولايتي شورا ته ډاډ ورکړى دى چې ددغې پروژې نوى  ډيزاين منظور شوى اوله  تخنيکي پلوه په اوس وخت کې کومه ستونزه نلري اوټاکل شوې ده تر راتلوونکو دوو اوونيو پورې  د جوړولو کار به يې بيا پيل شي.

 دغه بند د شپږديرشو مليونو يورو په  لګښت د آلمان دانکشافي بانک له خوا ددريو کلونو په موده کې جوړيږي  چې اووه اعشاريه  دوه  ميګاواټه  بريښنا توليدوى چې په  جوړولو سره به يې د فيض آباد ښارد بريښنا دکمښت ستونزه   لرې شي .

نظر بدهید