خبرهای خارجی

د پرتګال پخوانى جمهور رييس مړ شو

   د پرتګال پخوانى جمهور رييس ماريو سوارش پرون د ٩٢ کلنى په عمر مړ شو.

 دى له زياتې مودې راپديخوا د زړه ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر و .

  د پرتګال خلک ماريو سوارش په دغه هېوادکې د نوې دموکراسۍ د پلار په توګه پيژني .

 سوارش دغه راز د بهرنيو چارو د وزير او صدر اعظم په توګه هم دنده ترسره کړې ده او له ١٩٨٦ کال څخه تر ١٩٩٤ ميلادي کال پورې د پرتګال جمهور رييس و.

نظر بدهید