کتابها

پښتو خپرونې د ښاغلي حبیب الله رفیع اثر

پښتو خپرونې د څېړندوي حبیب الله رفیع اثر دی ، دا کتاب  لومړي ځل له پاره په (۱۳۵۶) ل کال  د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا چاپ او خپور شوی دی، د دویم ځل له پاره دا کتاب د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په ۱۳۹۴ ل کال چاپ او خپور کړ.

په دې کتاب کې د پښتو چاپي خپرونو پېژندنه شوې او د هرې خپرونې د متن او بڼې د جوړښت په باب معلومات لري

هغه څه چې په دې اثر کې ځای شوي نه یوازې په هغه وخت کې د ارزښت او قدر وړ وو بلکې اوس هم زیات ارزښت لري او د هغه چا له پاره چې تازه یې ژونالیزم ته مخه کړې وي او یا غواړي دموقوتو چاپي خپرونو په اصولو پوه شي د استفادې ښه منبع ده.

سره ددې چې په دې کتاب کې د خپرونو د متن، منځپانګې او بڼې د جوړښت په هکله معلومات وړاندې شوي، د لوستوالو له پاره یې اوسنی ارزښت دادی، چې د پښتو ادب په برخه کې د چاپي خپرونو د تاریخي بهیر له پیله تر دا اوسه ځان خبر کړي او هغه څه چې پخوا پېښېدل، د پېښېدو سره یې د ولس ویښتیا، ځيرکتیا، او د ناخوالو پر وړاندې مبارزې ته د چمتوالي مسآله ده.

د څېړندوی حبیب الله رفیع ددې کتاب بله ستره ښېګڼه داده، چې د پښتو خپرونو تاریخي مسیر یې یو څه را ژوندی کړی او بله دا چې د پخوانیو او اوسنیو چاپي او نورو خپرونو د ارزښت نه مو خبروي. هره خپرونه؛ که هغه چاپي وي، که انځوریزه وي او یا غږیزه له خورا تاریخي او کلتوري ارزښت څخه برخمنه وي. همدا خپرونې تېر کړه وړه او د ولس ژوند له ټولنې سره او د ټولنې ژوند له ولس سره را ښيي.

هغه درې ګوني ارزښتونه چې په دې کتاب کې د پښتو موقوتو چاپي خپرونو عمده سکالو تشکیلوي په لاندې ډول دي:

د خپرونې پېژندنه. د خپرونې متني جوړښت. د خپرونې بڼه (شکل).

پورتني درې ګوني موضوعات د خپرونو په چوکاټ کې اساسي توکي ګڼل کیږي، چې حبیب الله رفیع یې ښه څېړنه کړې ده او په مسلسل ډول یې رڼا پرې اچولې ده، چې د هرې خپرونې په بېلابېلو اړخونو، منځ ته راتګ او له منځه تګ باندې یې هم بحث شوی دی.

د (پښتو خپرونې) همدا اثر په دریو څپرکو او دوو ټوکونو کې ترتیب او تدوین شوی دی، چې (۱۹۲) سرلیکونه او (۴۱۰) مخونه لري، چې (۵۵) خپرونې په کې معرفي او پېژندل شوې دي.

لومړی څپرکي کې هغه خپرونې معرفي شوې دي، چې د متن ژبه یې په بشپړ ډول سره پښتو باندې لیکل کېده.

دویم څپرکی د هغو خپرونو پېژندنه کوي، چې نیمايي موضوعات یې پښتو او نیمايي یې په بله ژبه وړاندې شوي دي.

ددې کتاب دریم څپرکی له هغو خپرونو بحث کوي، چې زیاتره موضوعات یې په نورو ژبو او د پښتو له پاره یوازې یوه برخه په کې ځانګړې شوې ده.

لومړی څپرکی په مشرح ډول سره وړاندې شوی، چې د هرې خپرونې پېژندنه یې په دریو برخو ویشل شوې، چې هغه برخې په لاندې ډول دي:

۱ – د خپرونې تاریخي بهیر او اداره کوونکي را پېژني.

۲ – دویمه برخه د هرې خپرونې په جلا جلا ډول سره د هغو له محتویاتو او مطالبو بحث کوي.

۳ – دریمه برخه کې د هرې خپرونې په باب تخنیکي معلومات وړاندې شوي او د خپرونې بڼه را ښيي.

په دې کتاب کې هره معرفي شوې خپرونه د خپل تاریخي، کلتوري، سیاسي او اقتصادي ارزښت او ټولنیزو ستونزو په لرلو سربېره د هغې سیمې د وګړو د ژوندانه هینداره تشکیلوي

څېړندوی حبیب الله رفیع د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر کتابونه لیکلي دي چې موږ دلته د لیکوال او دده د نورو آثارو په باب زیات څه نه وایو یوازې همدا اثر یې په لنډ ډول معرفي کوو:

د کتاب نوم: پښتو خپرونې.

لیکوال : څېړندوی حبیب الله رفیع.

لومړی چاپ: ۱۳۵۶ ل کال.

دویم چاپ: ۱۳۹۴.

د چاپ ځای: نه دی معلوم.

خپرونکې موسسه: سرحدونو او قبایلو چارو وزارت.

مخونه: د اصلې سکالو له پیله ۴۱۰ مخونه لري.

لومړی پاڼه کې د کتاب پېژندنه شوې، یوه پاڼه او دوه مخونو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د دوهم چاپ یادښت لیکل شوی، په یوه بله پاڼه کې ښاغلي رفیع همدا کتاب د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي له نامه سره تړلی او د هغه لنډه یادونه یې کړې ده له دې وروسته خپله رفیع صاحب د همدې کتاب د دویم ځل چاپ سرلیکنه لیکلې، چې دوه مخه لري او بیا په دریو پاڼو (شپږو مخونو) کې د کتاب لړلیک او سرلیکونه ترتیب شوي دي.

د کتاب په پیل کې له لړلیک وروسته د (لومړنۍ وینا) تر سرلیک لاندې لیکوال یوه درې مخیزه وینا لري، چې په لنډ ډول سره یې د کتاب په محتویاتو او تاریخي بهیر رڼا اچولې، دا چې له دې ګټور کتاب سره لا ښه اشنا شی او له منځپانګې یې پوره معلومات ترلاسه کړی د (لومړنۍ وینا) متن کټ مټ را اخلم  :

(( افغانستان ته د امیر شیرعلی خان د واکمنۍ په دوهمه دوره کې د مطبعې له را تللو او په هیواد کې د چاپ له دودېدلو سره سم پښتو ژبه هم د مطبوعاتو په لمن کې ځای مومي او د پښتو په باب د کتابونو په خپرېدو سربېده د ((شمس النهار)) په جریده کې هم د پښتو رسمي او عسکري نومونه د خلکو د خبرتیا له پاره خپریږي، همدا راز په سراج الاخبار کې هم پښتو ته برخه ورکوله کیږي او د پښتو په باب څېړنې پيلوي. د اعلیحضرت غازي امان الله خان په دوره کې هم د ټولو خپرونو په لمن کې د پښتو ځای شته او د پښتو د ښې روزنې له پاره د ((پښتو مرکه)) په نامه د پښتو لومړنۍ اکیډمي جوړیږي. څو ددې ټولو هڅو په رڼا کې د (۱۲۱۱ ه ش) کال په پیل کې د طلوع افغان جریده ټوله په پښتو اوړي او د همدې کال په پای کې د کندهار پښتو انجمن ((پښتو)) مجله را باسي.

هندوستان ته سره له دې چې چاپ په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې راغلی خو په پښتونستان کې د پښتو موقوتو خپرونو له پاره تر ډېره وخته پورې زمینه نه برابریږي، لومړی ځل د پېښور د ((افغان)) په جریده کې د ۱۹۱۱ ع کال په شا او خوا کې پښتو برخه پیدا کیږي او بیا په ځینې نورو جریدو او مجلو لکه ((افغان)) مجله، ((سرحد)) مجله او نورو کې پښتو برخې راځي څو چې په ۱۹۲۸ ع کال کې پاچا خان د ((پښتون)) مجله ټوله په پښتو را باسي او بیا نو وخت پر وخت زیاتې پښتو خپرونې خپریږي.

یو وخت داسې هم راځي چې پښتو خپرونې د افغانستان او پښتونستان له چوکاټ نه د باندې هم وځي او د نړۍ په نورو هیوادو لکه هندوستان، آلمان او ځینې نورو کې پښتو نشریې را منځ ته کیږي.

په دې اثر کې د پښتو موقوتې خپرونې لکه جریدې، ورځپاڼې او مجلې د خپرېدو د تاریخ له مخې در پېژندل کیږي.

کتاب درې څپرکي لري، په لومړي څپرکي کې هغه خپرونې راځي چې بشپړې په پښتو دي، دوهم څپرکی یې هغه خپرونې در پېژني چې نیمې په پښتو او نیمې نورې په بله ژبه وي او په دریم څپرکي کې بیا هغه خپرونې یادیږي چې د پښتو یوه برخه یې درلودلې وي.

لومړی څپرکی یې د اهمیت له کبله په مشرح ډول وړاندې شوی، د هرې خپرونې معرفي یې درې برخې لري، په لومړۍ برخه کې د خپرونې تاریخي سیر او اداره کوونکي معرفي کیږي، په دوهمه برخه کې یې په محتویاتو او مطالبو بحث کیږي او په دریمه برخه کې ددې خپرونې په باب تخنیکي معلومات وړاندې کیږي او د خپرونې بڼه ښيي.

په دوهم څپرکي کې یوازې د خپرونې تاریخي سیر او محتویاتو معرفي راځي او په درېیم څپرکي کې د خپرونو یوازې لنډه یادونه کېږي.

په دې ټوک کې د کتاب لومړنی څپرکی راغلی او دوه نور څپرکي به یې په دوهم ټوک کې وړاندې شي ما غوښتل چې د هرې خپرونې د معرفۍ په څنګ کې د هغه خپرونې د یوې ګڼې د لومړي یا بل کوم مهم مخ عکس هم وړاندې کړم خو د وخت د کمښت له کبله مې دا هیله تر سره نه شوه البته په دوهم ټوک کې به هڅه وکیږي چې دا نیمګړتیا څه ناڅه لیرې شي. همدا راز ځینې بشپړې پښتو خپرونې وې چې نسخې مې یې ونه موندلې لکه ((اسلم)) او نور او یا هم ځېنې داسې خپرونې وې چې زه اوس پرې خبر شوم لکه د ننګرهار پوهنتون د طب د پوهنځي ساینسي مجله چې بشپړه په پښتو ده، دا ډول خپرونې به هم د دوهم ټوک په پای کې راشي.

ددې کتاب له پاره مې د موادو راغونډولو په برخه کې ډېرې هلې ځلې کړې، ډېرې دروازې مې ټکولې او له ډېرو کسانو نه مې مرسته غوښتې ده چې ډېرو یې له ډېرې پېرزوېینې او لورېینې ډکه مرسته راسره کړې او د خپل کتابتون ارزښتناکې شتمنۍ یې را سپارلې دي. په دې برخه کې ښاغلي محمد ابراهیم خواخوږی تر هر چا زیات د کور ودانۍ وړ دی، ځکه د دوی په کتابتون کې د پښتو خپرونو لویه ذخیره موجوده وه او په خاصه لورېینه یې را وسپارله یقینآ که د دوی دا پانګه زما په واک کې نه وای کار به مې ډېر نیمګړی ؤ، د پښتو محترم لیکوال ښاغلي عبدالقدوس نجیب هم د خپل کتابتون مهمې خپرونې د استفادې له پاره راکړې، د پښتو خوږ ژبي شاعر او لیکوال ښاغلي لایق هم له خپل کتابتون نه د پشتو خپرونو ارځښتناکه ذخیره راکړه، زما خواږه ملګري ښاغلي محمد هاشم ورور د خپل کتابتون ټولې پښتو خپرونې را وسپارلې، ګران ملګري ښاغلي زلمي هیوادمل د خپل کتابتون ټولې خپرونې زما کتابتون ته را ولېږلې او د هر چا کره د خپرونو د غوښتلو له پاره را سره ولاړ، ګران ملګري ښاغلي محمد اکبر عشیق د خپل کتابتون پښتو خپرونې را وبخښلې او د ادبیاتو د پوهنځي ځوان محصل ښاغلي محمد زرین کامران له لېرې ځایو نه مهمې خپرونې را ته را وړې چې د دوی ټولو له دې پښتني مرستې نه د زړه له کومي مننه کوم، همدا راز ګران ملګري، ښاغلي احسان الله آرینزي ته کور ودانی وایم چې د کتاب د زیاتې برخې په بیا لیکلو کې یې مرسته راسره کړې ده.

د پښتو د پیاوړتیا او پرمختیا د ادارې د محترم آمر ښاغلي عبدالجلیل وجدي له پاملرنې څخه چې د کتاب د خپرېدو په برخه کې یې کړې خاصه مننه کوم…))

همدا شان ددې لیکنې په پای کې د دولتي مطابعو له رئیس، مرستیالانو، صحاف او نورو کارکوونکو نه مننه شوې او د کتاب له مهتمم ښاغلي جمال الدین څخه هم د زړه له تله منندوي وړاندې شوې ده.

 

نظر بدهید