چهره ها

د کونډې زوی شادګل(ممنون مقصودي)

ممنون مقصودي یو افغان ممثل(اکټور) دی چې له نن یې څه کم ۵۰ کاله وړاندې د یو نامتو عالم استاد شاه مقصود ګرم په کاله کې سترګې وغړولې.
لومړنۍ زده کړې یې له عمران خان ښوونځي نه تر ۸ پورې په کابل کې پيل کړې. بیا یې له اتم نه تر دولسم پورې په ابن سینا ښوونځي کې زده کړې تر سره کړې.
د جبري عسکري به مو اورېدلي وي او تذکرې خو د ډېری افغانانو له قانوني سن نه وړوکې دي د ښوونځي د زده کوونکو میره، ځکه وه چې له عادي عسکري نه یې کمه موده عسکري دوره تېروله.
ممنون مفصودي هم په جبري ډول درې کاله او شپږ میاشتې عسکري کړې ده. له عسکري دندې ورسته د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي ته ولاړ. د پوهنتون یې ورستی کال وه، چې په کابل کې ژوند تېرول ستونزمن شو، ده هم د نورو افغانانو په څېر کډوالۍ ته مخه کړه.
ښاغلي ممنون مقصودي په کاونډي پاکستان کې له یوې لسیزې زیات د کډوالۍ سختۍ تېرې کړې، خو خپل همت یې له لاسه ورنکړ. په همدې وخت(۱۹۹۴) زېږدیز کال د بي بي سي په تعلیمي پروژو کې د نوي کور او نوي ژوند په ډرامو کې په کار پیل وکړ.
دندې:
ښاغلي ممنون مقصودي د افغانستان د ګوتو په شمار له څو تکړه ممثلانو، هنرمندانو او نندارجوړونکو څخه شمېرل کېده. د ښاغلي ممنون مقصودي رسمي دندې په کابل کې د راډیي ډرامونو، ډرامو، داستانونو، فلمونو او نندارې په بهیر کې یې د تمثیلي پارچو او هر اړخیزو سټېج ډرامو څخه پيلېېږي.
له ۱۹۹۴ م کال را په دې خوا د بي بي سي سره په تعلیمي پروژو کې د یوه هڅاند، فعال ممثل او راډیو ډرام ډایرکټر په توګه دنده تر سره کړې ده.
هنري ژوند:
د ښاغلي ممنون مقصودي په ویناء”ما له ډېرې ابتدا څخه د تمثیل سره مینه درلوده، کله چې زه په اووم او اتم کې وم، نو ما احساس کړه چې زما مشره خور صائیمه مقصودي، چې په راډیو ډرامونو کې کار کاوه او زما مشر ورور داوود مقصودي، چې دی هم په راډیو ډرامونو کې هېرو دی، نو کله به چې ما له خپلو استادانو د دوی د کار او هڅو په اړه خبرې اورېدې، نو ما ته یې خوند راکاوه… او ما هم دا هیله درلوده چې یوه ورځ خپل استعداد نندارې نه وړاندې کړم”.
د ښاغلي ممنون مقصودي هنري استعداد د ښوونځي په لومړیو ورځو کې پیل شوی وه. همدې خالق العاده ورکړې د افغانستان د ملي راډیوتلوېزیون او نورو ملي نندارو تر دروازې پورې ورساوه.
د ممنون مقصودي په وینا د ده د تمثیل په روزنه او وده کې فضل محمد فضلي چې په ف فضلي مشهور وه زیاته ونډه درلوده.
ښاغلي ممنون په لسګونو تیاتر نندارو، راډیویي ډرامې، فلمونو او تمثیلي پارچو کې ونډه اخستې، خو د شهرت بوړۍ ته هغه وخت ورسېده چې په کونډې زوی فلم کې را ښکاره شوه.
د شادګل نوم خوله په خوله تر اوسه لا ګرځي او دغه هنري کرکټر د خلکو په مینځ کې ځای لري.
فلمونه:
ممنون مقصودي تر اوسه پورې له لسو به زیاتو هنري فلمونو کې څرګند شوی چې د هغو له ډلې دا لاندې د یادول وړ دي.
عزت
پښماني
زهر
پرانیستې غېږ
د کونډې زوی
نیلوفر در باران
ارمان
سرچینې
له بي بي سي سره مرکه
مننه هارون خان طرزی سردار

نظر بدهید