کتابها

بیهقي:شهدای رسانه ای کتاب چاپ کړی

شهدای رسانه ای د هغه کتاب نوم دی چې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري خپور شوی دی.
په دې کتاب کې د هغو کونیو او بهرنیو خبریالانو ژوند لیکونه خپاره شوي دي چې د بې پرې او کره خبر رسولو په برخه کې یې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي.
د دې وژل شویو خبریالانو ژوند لیکونه، د باختر آژانس د مشر خلیل مینوی په هڅو را غونډ شوي او د بیهقي خپرونو ریاست له لوري خپاره شوي دي.
فیض الله محتاج د نوموړي کتاب په سریزه کې لیکلي دي چې د شهید شویو خبریالانو خدمتونو ته به کتو سره باید قضایي چارواکي د دوی شهادت ته په درنه سترګه وګوري او هغه چا چې دا کار کړی دی باید ژر تر ژره د دوی په وړاندې اقدام وکړي قانوني اقدام وکړي.
که چېرې د دوی دوسیې په جدي توګه و نه څېړل شي، نو له یوه لوري به د قانون نه وي تطبیق شوی او له بل لوري به په راتلونکي کې خبریالان له ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ شي
دا کتاب له سریزې پرته په ۶۷ مخونو کې چاپ شوی دی.
دا کتاب په هره پاڼه کې د جنګ او وېرې کیسه لري، چې دا هر څه په موږ باندې تحمیل شوی دی او هره ورځ له موږ نه یوه د ملک سرمایه اخلي.
خلیل مینوی وایي په دې کتاب کې د ۴۱ کورنیو شهید شویو خبریالانو او۱۳ بهرنیو خبریالانو خلص سوانح خپرې شوي دي، چې په افغانستان کې یې د خبر جوړنې په مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه وویل که چېرې د کوم خبریال نوم پاته وي او یا هم په دې برخه کې اضافي معلومات تر لاسه شول نو په راتلونکي چاپ کې به یې ور زیات کړی شي.

نظر بدهید