خبرهای داخلی

د ملي امنیت ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د حقاني شبکې د یو مهم قوماندان وژل کېدل

د ملي امنیت د ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د حقاني شبکې مهم قوماندان خان بادشاه د ګلاب شاه زوی چې په فریادي مشهور وو ددغې شبکې له څو تنو نورو مهمو غړو سره یو ځای وژل شوی دی. دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ : په دې هوایي برید کې د قوماندان فریادي په ګډون د هغه مرستیال سیدان په فدایی مشهور، محسن چې د شمالي وزیرستان د مداخېلو د کلي اوسېدونکی او د حقاني شبکې د دېرش کسیزې ډلې مشر وو له یو بل تن سره یو ځای چې هویت یې ندی په ډاګه شوی وژل شوي دي.
قوماندان فریادي ددې ترڅنګ چې د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدګرو د روزنې چارې مخ ته بيولې همدارنګه یې په خوست، پکتیکا او د زابل په ولایاتو کې د افغان دولت پر ضد د ډېرو بریدونو قومانده هم په غاړه لرله.
فریادي د یو زیات شمېر بېګناه افغانانو په اعدام او صحرایي محاکمه کې هم ښکېل وو او درې اوونۍ مخکې یې دوه تنه بې ګناه ځوانان په دار ځړولي وو.
خان بادشاه د پکتیکا ولایت د حقاني شبکې ټولې نظامي او عملیاتي چارې مخ ته وړلې او همدارنګه یې د نورو ولایاتو طالبانو ته د ملاتړ په موخه زیات شمېر جنګیالي لېږل.

نظر بدهید