خبرهای خارجی

په پاکستان کې دڅو تنو افغانانو نيول کيدل .

دپاکستان اطلاعاتي او امنيتي مرکزونو اعلام وکړ چې دلاهور ښار  دوروستي ځانمرګي بريد  په اړوند  دافغانستان دڅو تنو اتباعو په ګډون څلويښت تنه يې نيولي دي .

دايرنا دخبرله مخې :  پاکستاني رسنيو  نن اعلام وکړ  چې په لاهور ښار کې  ددولتي امنيتي سازمانونو او د اردو او امنيتي  بنسټونو له فوق العاده  غونډو وروسته  وپتيل شو  چې په لاهور کې  دځانمرګي بريد دعاملينو  دپيژندلو لپاره  ځانګړي عمليات ترسره شي .

دپوليسو  او داطلاعاتي بنسټونو دځواکونو دعملياتوپه بهير کې  څلويښت تنه مشکوک کسان  دلاهور دځانمرګي بريد په اړوند ونيول شول . چې په نيول شويو کسانو کې څو تنه افغان اتباع هم ليدل کيږي .

دهغه ځانمرګي بريد له امله چې ددوشنبې په مازيګر په لاهور ښار کې  دپنجاب ايالت  دپارلمان په وړاندې  وشو څه ناڅه پنځلس تنه ووژل شول  او په لسګونه تنه نور ټپيان شول .

دجماعت الاحرار په نامه تروريستي ډلې  چې دپاکستاني طالبانو انشعابي څانګه ده  ددغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى

نظر بدهید