خبرهای داخلی

په ليوه مشهور نعيم ونيول شو

دنيمروز پوليسو دوه تنه  دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول  چې يوتن يې  په ليوه مشهور  نعيم نوميږي .

دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍمطبوعاتي مسوول محمد عمري   وويل  : ددغه ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دنشه يي توکوسره  دمبارزي  مديريت  دکشفي  او اوپراتيفي  عملياتو په بهير کې اته ديرش کيلوګرامه کرستال ډوله  نشه يي توکي  دمالدارانو په سيمه کې له يو کرولا موټر څخه  کشف او ضبط کړى شول .

خبرځاى زياته کړه :دقضيې په اړوند دوه تنه  چې دخاشرود ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي دي چې يوتن يې په ليوه مشهور نعيم نوميږي . چې له اتو کلونو راپديخوا  دپوليسو تر تعقيب لاندې و . ونيول شو .

ويل کيږي  نعيم په نيمروز ولايت کې دنشه يي توکو له اصلي پلورونکو څخه دى

نظر بدهید