اقتصادی خبرهای داخلی

قزاقستان په شانګهای سازمان کې‌ د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ کوي

په کابل کي د قزاقستان سفیر بیتیموف اومیرتای د هیواد له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کي وویل،‌ چي هیواد به یې د شانګهای د همکاریو په سازمان کي د افغانستان له بشپړ غړیتوب څخه ملاتړ وکړي.

ده وويل،‌ چي افغانستان او قزاقستان له یو بل سره ښې اړیکي لري او د همدې اړیکو د ټينګښت په موخه یې هیواد ژمن دی،‌ چي‌ د شانګهای د همکاریو په سازمان کي د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه :چي دوی په ملګرو ملتونو او همداراز د اسلامي همکاریو په کنفرانس کي د افغانستان له داعیې ملاتړ کوي او هیله لري،‌ چي دوه اړخیزي اړیکي یې نوري هم زیاتي شي.

بیتیموف په دې کتنه کي‌ په دغه هېواد کې دجمهوري نظام دتاسيس د ۲۵ کلیزي په مناسبت د قزاقستان جمهوریت عالي دولتي مډال دهېواد اجراييه  رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ته ورکړ شوى و دې ته وسپاره .

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې کتنه کي وویل، چي هیواد یې قزاقستان ته د یوه ښه ګاوندي او دوست هیواد په سترګه ګوري او هیله لري، چي په تجارتي او ټرانزیټي برخو کي دوه اړخیزي اړیکي ډېري کړي.

ده زیاته کړه چي، د شانګهای د همکاریو په سازمان کي د افغانستان بشپړ غړیتوب په سیمه کي د امنیتي همکاریو او همږغیو د زیاتوالي ترڅنګ په سوداګریزو او ټرانسپورټي برخو کي‌ هم نورو همکاریو او فرصتونو ته زمینه مساعدوي.

ده یادونه وکړه چي د افغانستان او قزاقستان د بین الحکومتي کمېسيون غونډې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته لا زیاته زمینه مساعدوي او ضرورت دی، چي دغه غونډې په منظمه توګه تعقیب اوجورې شي.

اجرائیه رئیس د تروریزم او افراطیت پر ضد هم د دوو هیوادونو ترمنځ‌ ګډ کار او تجاربو د شراکت پر مسئله بحث وکړی او دلته یې مشترکي هڅي د اساسي ارزښت لرونکي وبللې.

نظر بدهید