کتگوری - آلبوم تصاویر

هېواد ته د کرکټ ملي لوبډلې راستنېدل

  کرکټ: کابل افغان کرکټ لوبډله په اتڼ ونازوله. افغان کرکټ لوبډلې په نړېوال شل اوریزو لوبو کې خپله ورستۍ لوبه له ویسټ انډیز نه وګټله. دا د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو په دویم پړاو کې د افغانستان لومړی بريا وه. هغه لوبډله چې په خپله ماتې یې باور نه راته.. وېسټ انډیز تراوسه کوم لوبه نه وه بايللې او په دغو سياليو کې يې تر ټولو ډېرې نومرې لرلې. کابل کې د کرکټ لوبډلې هرکلي ته لوبغاړي ، چارواکي او ګڼ شمېر مینه وال له ملي بیرغونو سره راغلي وو. نڅاوې وشوې، اتڼونه وشو  او لوبډله یې  بدرګه کړل...