کتگوری - خبرهای خارجی

دترکيې داقتصادي حالت په باب انديښنې زياتې کړې دي

په استانبول کې د چهارشنبې په معاملو کې يو امريکايي ډالر په درې اعشاريه  نهو ليرو بدليده  چې دترکيې دپيسو په ارزښت کې دبې ساري کمښت ښکاروندى دى. دا په دوبي کې له ناکامې کودتا وروسته دليرې دارزښت  دکمښت دکچې  زياتوالى دى. ليره  د ٢٠١٧ ميلادي کال په لومړيو ١٢ ورځو کې  په سلو کې خپل لس ارزښت دسياسي او امنيتي  انديښنو له له امله له لاسه ورکړى دى. دترکيې دحکومت  دبودجې   دکسر دزياتوالي اعلام  دليرې په بيه کې  دکمښت  له مهمو عواملو څخه اعلام شوى دى. په نړيوالو بازارونو کې دډالرو  دارزښت  په زياتيدو...

عربستان ته دوسلو دپلورنې دبندولو په باب دبريټانيا له پارلمان څخه غوښتنه

دبريټانيا دوسلو پرصادراتو دکنترول دکميټې رئيس کريس وايټ  ددغه هېواد له پارلمان څخه غوښتي دي چې  په سعودي عربستان دبريټانيا دوسلو پلورنه دې  وځنډوي. وايټ ويلي دي  چې ديمن په جګړه کې دسعودي عربستان له خوا دبشر دحقوقو  دنقضولو په باب دطرحه شويو ادعاګانوپه باب دملګروملتو دسازمان  دتحقيق تر وخته پورې دې ددغو وسلو پلورنه بايد وځنډول شي. ددغې کميټې درئيس اشاره  په يمن کې  دوير په مراسمو دعربستان هوايي بريد ته دى  چې په بهيرکې يې ويل شوي دي  چې په لسګونو تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. دده دڅرګندونوله مخې : ...

د عربي متحده اماراتو پنځه تنه ديپلوماتان د قندهارپه چاودنه کې ووژل شول

د عربي متحده اماراتو خبرځايونو د دغه هېواد د حکومت له خولې تائيد کړ چې د متحده عربي اماراتو پنځه تنه ديپلوماتان په قندهار ولايت کې د پرون ماښام په  چاودنه کې وژل شوي دي . عربي متحده اماراتو ويلي دي چې دغه کسان د روزنيزو او پرمختيايي انسان دوستانه طرحو د اجراکولو په حال کې وو. د عربي متحده اماراتو د دغو ديپلوماتانو د وژل کيدو له امله يې درې ورځې عمومي ماتم اعلام کړى دى. د عربي متحده اماراتو امير  شيخ خليفه بن زاهد لارښوونه کړې ده چې د دغه هېواد بيرغ په ټول هېوادکې د دريو ورځو لپاره د وژل شويو...

شمالي کوريا پنځوس کيلوګرامه تسليحاتي پلوتونيم لري

جنوبي کوريا د شمالي کوريا د پوځي او تسليحاتي پرمختګونوپه اړوند په کلنى رپوټ کې اعلام وکړ چې شمالي کوريا دخپل تسليحاتي پلوتونيم کچه زياته کړې ده او همدا اوس  ٥٠ کيلوګرامه پلوتونيم په واک کې لري.  د جنوبي کوريا د دفاع وزارت نن د يوې دفاعي وينا په صادرولوسره چې په هرو دوو کلونوکې يوځل خپريږي؛ څرګنده کړه چې شمالي ګاونډى يې د اټومي وسلو او د بالستيکي توغنديو په جوړولو او پراختيا کې زيات پرمختګ کړى دى. د جنوبي کوريا د ٢١٠٦ ميلادي  کال دفاعي رپوټ ټينګار کوي  چې شمالي کوريا په دې اندازه اټومي توکوسره...

په سوريه کې د هوايي بريد له امله ٢٠ تنه ووژل شول

د سوريې په يوه سيمه کې د يوې امريکايۍ بم غورځوونکې الوتکې د بمبارۍ له امله شل تنه ملکي وګړي ووژل شول. د روسيې د وسله والو پوځونو لوى درستيز جنرال والري ګراسيموف وويل: د امريکا يوې (بي ٥٢) بم غورځوونکې الوتکې د سوريې د ادلب ولايت د سرمده سيمه بمباري کړه چې د يوشمېر ملکي کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوه. ده زيادته کړه: بم غورځوونکې (بي٥٢) الوتکه د سرمده سيمه په داسې حال کې بمباري کړه چې په دې سيمه کې اوربند هم شوى دى. د امريکا په مشرۍ د ايتلاف الوتکو په دوو تيروکلونوکې په سوريه کې څو غيرپوځي هدفونه...

قربانیان سرما در اروپا به ۶۰ نفر رسید

موج شدید سرما که از چند روز گذشته مناطق وسیعی در شمال و شرق اروپا را فرا گرفته تا کنون ۶۰ قربانی گرفته است. به نقل از منابع خارجی ، دمای هوا در پولند منفیبه ۲۰ درجه سانتیگراد و دررومانیا به منفی ۳۲ درجه سانتیگراد رسید که در رومانیا ۶ قربانی گرفت. سرمای شدید هوا و یخ زدن رودخانه داینوب در رومانیا همچنین باعث تعلیق کشتیرانی در این رودخانه شده است سرمای شدید هوا که در برخی از مناطق صربستان به منفی ۳۲ درجه سانتیگراد رسیده سه کشته برجا گذاشته و حکومت این کشور وضعیت فوق العاده اعلام کرده است. در...

 پاکستان له اوبتل څخه يو اټومي توغندى ازمايښت کړ

  پاکستان پرون له يو اوبتل څخه توغول شوى کروز توغندى په برياليتوب سره ازمايښت کړ . دغه توغندى چې بابر – ٣ نوميږي ٤٥٠ کيلومتره واټن  وهلى شي  درارسيدلو خبرونو له مخې دغه توغندى  دهند له سمندر څخه چې ځاى يې نه دى مشخص شوى، وتوغول شو اوپه دقت سره په هدف لګيدلى دى.  دغه توغندى کولى شي په بيلابيلو  قدرتونوسره سرګلولې وليږدوي او دغه هېواد ته دغچ اخستونکي بريد وړتيا ورکوي .  دبي بي سي  دخبر له مخې  يو بل پوځي  مقام تاييد کړى دى چې دغه توغندى داټومي سرګلولې دليږدونې وړتيا لري .  نوې ازمايښت کولى شي...

د ایران پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني ومړ

د راپورونو له مخې د ایران پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د یکشنبې په ورځ مړ شوی دی. نوموړی ۸۲ کلن و د تېرې یکشنبې په ورځ د زړه د حملې له امله په روغتون کې بستر شوی و. نوموړی له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۸م پورې د ایران ولسمشر و. رفسنجاني اوس د مجمع تشخیص مصلحت نظام د شورا مشر و. پخوانی ولسمشر رفسنجاني د ايران له هغو مشرانو څخه و چې د سياسي بنديانو د ازادۍ او د قانون تر دايرې لاندې سياسي ګوندونو ته د نورې ازادۍ غوښتنه يې کوله.  

خانواده متهم تیراندازی فلوریدا می گوید که او تکلیف روانی دارد

استبان سانتیاگو، رسما از سوی لوی حارنوالی ایالت فلوریدا به عنوان عامل تیراندازی خونین در میدان هوایی فلوریدای آنکشورمتهم شده است. در توضیحات تفهیم اتهام این جوان ۲۶ ساله آمده که او به آتش گشودن در میدان هوایی فورت لادردیلفلوریدا، کشتن ۵ نفر و زخمی کردن تعدادی دیگر متهم است. ارتکاب خشونت در مکانی عمومی چون میدان هوایی، می‌تواند در صورت اثبات حکم اعدام برای فرد مذکور به دنبال داشته باشد. مقام های قضایی به دنبال آنند که دریابند آیا اختلالات روحی و روانی نقشی در این اقدام سانتیاگو داشته است. استبان...

 د جنوب قطب د کنګلې شوې سيمې يوه برخه د جلا کيدو په درشل کې ده

د جنوب قطب د کنګل يوه برخه د جلا کيدو په درشل کې ده چې دا به په نړۍ کې د کنګل له سترو غرونوڅخه وي .  د بريتانيايي پوهانو د څرګندونوله مخې: له  ٢٠١١ ميلادي کال څخه را پديخوا د جنوب قطب په کنګل کې د سوري ژورتيا٨٠ کيلو مترو ته رسيدلې وه او د تېرکال د دسمبر له مياشتې څخه را پديخوا څه دپاسه شل کيلومتره نور هم ژور شوى دى .  پوهان اټکل کوي چې د ګنګل دغه ستر غره جلا کيدل به په راتلوونکي مياشت کې ترسره شي .  د کنګل د دغه غره پراخوالي چې د جلا کيدو په حال کې دى؛ ٥١٨٠ کيلومتره اټکل شوې ده. د دغه کنګل د...